وینزویلا سپېس‌اېکس ته د سټارلېنک انټرنېټي خدمتونو د فعالیت اجازه ورکړه

0
28

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د وینزویلا لنډمهالې ولسمشرې، ډېلسي رودریګز، د ایلان ماسک اړوند د سپېس‌اېکس شرکت د سپوږمکۍ له لارې د انټرنېټ خدمتونو «سټارلېنک» ته په دغه هېواد کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.

د وینزویلا حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه اجازه له امریکايي شرکت سره د یوې هوکړې په چوکاټ کې ورکړل شوې ده.

سټارلېنک د سپوږمکیو له لارې د انټرنېټ خدمتونه وړاندې کوي او د اضافي سپوږمکیو په مدار کې د ځای پر ځای کولو او د خپلو خدمتونو د پراختیا له لارې یې په نړیواله کچه د کاروونکو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

دغه شرکت د عادي کاروونکو ترڅنګ، سوداګریزو شرکتونو، هوايي او سمندري ترانسپورټ او دولتي ادارو ته هم د سپوږمکۍ له لارې د انټرنېټ خدمتونه وړاندې کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ