د امریکایي پوځ له خوا د نیدال حسن د اعدام د ژوندۍ خپرونې پلان غبرګونونه راپارولي

0
46

د امریکا یو شمېر جمهوري‌پالو سناتورانو او د مذهبي بنسټونو مشرانو د هغه پلان مخالفت کړی، چې له مخې به یې د امریکا دفاع وزارت د پخواني پوځي روان‌پوه نیدال حسن د اعدام بهیر په ژوندۍ بڼه خپور کړي.

ټاکل شوې حسن د روان کال د ډسمبر پر درېیمه د ډلې د ډزو له لارې اعدام شي.

نوموړی په ۲۰۰۹ کال کې د ټکساس ایالت په فورټ هوډ پوځي اډه کې د ۱۳ کسانو د وژلو په تور په پوځي محکمه کې مجرم پېژندل شوی و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، حسن د ډلې د ډزو له لارې د اعدام سزا مستحق دی؛ خو نوموړي تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې ایا د اعدام بهیر به په ژوندۍ بڼه خپرېږي که نه.

د امریکا مرستیال ولسمشر، جي‌ډي ونس، هم د دې پلان په اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دي، که خپرونه هم وشي، دی به یې ونه ګوري.

د امریکا د کانګرس یو شمېر جمهوري‌پالو غړو ویلي، د اعدام ژوندۍ خپرونه د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د درد او غم سپکاوی دی.

د استازو جرګې غړي مایکل باومګارټن هم پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې دا پلان باید له سره وڅېړل شي.

دیموکراتانو هم په پراخه کچه له دې طرحې سره مخالفت ښودلی دی.

د امریکا د کاتولیکانو د اسقفانو د کنفرانس مشر، پاول کوکلي، دغه پلان د مرګ‌پالنې د فرهنګ وحشیانه ترویج بللی دی.

د انجیلي عیسویانو د ملي ټولنې مشر، والټر کېم، هم خبرداری ورکړی چې دا کار ښايي د اعدام په څېر جدي موضوع په عامه ننداره بدله کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم ویلي، چې په عام محضر کې اعدام د شکنجې او ظالمانه، غیرانساني یا سپکوونکي چلند د منع له اصولو سره په ټکر کې دی.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د ډلې د ډزو له لارې د اعدام طریقه غندلې ده.

د راپور له مخې، د امریکا په فدرالي زندانونو کې د اعدامونو ثبتول او خپرول د قانون له مخې منع دي؛ خو پوځي مقرراتو دا بندیز په ورته ډول نه دی عملي کړی.

دا لا هم روښانه نه ده چې د اعدام د ترسره کولو لپاره به څوک ټاکل کېږي او د بهیر په اړه به کوم اصول عملي کېږي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې په دې اړه به وروسته نور جزئیات خپاره کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ