د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې له سعودي عربستان سره دفاعي تړون او په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ پراخېدو اسلاماباد له یوې مهمې دیپلوماتیکې ننګونې سره مخ کړی دی؛ ځکه پاکستان باید له یوې خوا د سعودي عربستان د امنیت په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او له بلې خوا له ایران سره د مستقیم ټکر مخه ونیسي.
د راپور له مخې، پاکستان او سعودي عربستان د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د ستراتیژیک متقابل دفاع تړون لاسلیک کړی و، چې له مخې یې پر یوه هېواد برید د دواړو پر وړاندې د برید په توګه ګڼل کېږي.

سربېره پر دې، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د ۲۰۲۶ کال په اګست کې د مکې ګډ دفاعي تړون هم لاسلیک کړ، چې د غړو هېوادونو ترمنځ د ګډې دفاع پر اصل ولاړ دی.
د دغو تړونونو اهمیت په داسې حال کې زیات شوی چې د یمن حوثي ډلې پر سعودي عربستان بریدونه کړي او په سیمه کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی.

په دې وروستیو کې پر ریاض هوايي ډګر د توغندیزو بریدونو له امله د مرګژوبلې او د الوتنو د ګډوډۍ راپورونه هم خپاره شوي دي.
د ډان د تحلیل له مخې، د پاکستان لپاره یوه مهمه ننګونه دا ده چې د سعودي عربستان د دفاع په برخه کې د خپلو ژمنو د عملي کولو پر مهال له ایران سره خپلې اړیکې خرابې نه کړي.

د مقالې لیکوال ټینګار کوي چې د حوثيانو پر وړاندې په مستقیمو پوځي عملیاتو کې ښکېلتیا ښايي پاکستان د منځني ختیځ د موجودو سیالیو یوې برخې ته ورکاږي او له تهران سره یې اړیکې له ستونزو سره مخ کړي.
په تحلیل کې راغلي چې سعودي عربستان د پاکستان لپاره له اقتصادي او امنیتي پلوه ځانګړی اهمیت لري.
دغه هېواد د پاکستان د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو او مالي ملاتړ مهمه سرچینه ده او په سعودي عربستان کې د مېشتو پاکستاني کارګرو پیسې هم د پاکستان په اقتصاد کې مهم رول لري.
په همدې حال کې، د هرمز تنګي د وضعیت له امله د سره سمندر له لارې د تېلو او سوداګریزو توکو لېږد هم د پاکستان لپاره زیات اهمیت پیدا کړی دی.

د مقالې لیکوال وړاندیز کوي چې پاکستان باید د پوځي ژمنو ترڅنګ له خپلو دیپلوماتیکو اړیکو هم ګټه واخلي او د ریاض او تهران ترمنځ د خبرو اترو او کړکېچ د کمولو لپاره هڅې وکړي.
د هغه په باور، د پاکستان اغېز ښايي په دې کې وي چې له دواړو هېوادونو سره د اړیکو له لارې د سیمې د ثبات لپاره منځګړیتوب وکړي.
په تحلیل کې دا هم ویل شوي چې له هېواده بهر د پوځي ژمنو پراخول باید د پاکستان دننه د سیاسي خبرو اترو او ګډې پرېکړې له لارې ترسره شي؛ ځکه په سیمهییزو شخړو کې مستقیمه ښکېلتیا د پاکستان پر کورني وضعیت او بهرني سیاست هم اغېز لرلای شي.

پاکستان تر دې وړاندې هم ویلي چې د حوثيانو اړوند کړکېچ باید د زور پر ځای د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
د ډان د راپورونو له مخې، اسلاماباد هڅه کوي د سعودي عربستان د امنیت په برخه کې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي، خو په ورته وخت کې د سیمې د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره هم دیپلوماتیکې لارې وساتي.


