د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د پرمختګ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې

0
31

د نړیوالو بازارونو د معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ د تېلو بیې وروسته له هغې راټیټې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، هېواد به یې د راتلونکې میاشتې د منځمهاله ټاکنو تر مخه پر ایران برید ونه کړي.

نوموړي همداراز ویلي چې واشنګټن له تهران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره رغنده خبرې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ د ګرینویچ پر وخت د سهار په ۴:۵۰ بجو د برنټ خام تېلو بیه د هر بېرل لپاره ۱.۳۷ ډالره، یا ۱.۳ سلنه، راټیټه شوې او ۱۰۲.۹۱ ډالرو ته رسېدلې وه.

همداراز، د امریکا د لوېدیځ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) خام تېلو بیه ۱.۰۹ ډالره، یا ۱.۲ سلنه، کمه شوې او د هر بېرل بیه یې ۹۰.۴۰ ډالرو ته رسېدلې وه.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې امریکا له ایران سره رغنده خبرې کوي او د نومبر د درېیمې نېټې د کانګرس د منځمهاله ټاکنو تر مخه پر دغه هېواد د برید پلان نه لري.

په همدې حال کې، د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا ځواب د تهران هغې طرحې نه ارزوي چې له مخې یې د هرمز تنګی به په اوو ورځو کې بېرته پرانیستل شي.

سره له دې، امریکا د ایران پر وړاندې اقتصادي فشارونو ته دوام ورکړی او د پنجشنبې په ورځ یې د هغو کسانو، شبکو او ۱۷ بېړیو پر ضد بندیزونه اعلان کړي چې د ایران د خامو تېلو، نفتي محصولاتو او پتروشیمي موادو په لېږد کې ښکېل بلل شوي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ