د ایران د ولسي جرګې د ځانګړي کمېسیون مشر محسن زنګنه وايي، له ایراني چارواکو سره د هوکړې له مخې به په چابهار بندر کې له ۱۱۰ هکټارو زیاته ځمکه د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټي فعالیتونو لپاره ځانګړې شي.
زنګنه، چې د تربت حیدریه استازی او د ایران د ولسي جرګې د اساسي قانون د ۴۴مې مادې د ځانګړي کمېسیون مشر دی، له افغانستان سره د ځمکې د ځانګړي کولو په اړه د ایران د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره د هوکړې خبر ورکړی دی.
نوموړي د افغانستان له سحر ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، له طالب چارواکو سره د خبرو په پایله کې پرېکړه شوې چې شاوخوا ۱۰ هکټاره ځمکه د چابهار بندر د اوبو په څنډه کې او له ۱۰۰ هکټارو زیاته ځمکه د دغه بندر په ځانګړې اقتصادي سیمه کې افغانستان ته ځانګړې شي.
د زنګنه په وینا، د طالبانو حکومت به په دغو ځمکو کې پانګونه کوي او د خپلو سوداګریزو توکو د سمندري لېږد او ترانزیټ لپاره به اړین بنسټونه جوړوي.
نوموړي زیاته کړې، د طالبانو حکومت د سمندر غاړې ته د نورو ځمکو غوښتنه هم کړې، خو د ساحلي ځمکو د محدودیت له امله په دې برخه کې ستونزې شته او د هوکړې د نهايي کولو لپاره هڅې روانې دي.
زنګنه د دې اقدام موخه د ایران، هند او افغانستان ترمنځ د ۱۳۹۵ کال د لاسلیک شوي تړون عملي کول بللي دي.


