نیویارک ټایمز: پنټاګون پر ایران د درې ورځنیو بریدونو پلانونه چمتو کړي

0
37

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت پر ایران د درې ورځنیو هوايي بریدونو پلانونه چمتو کړي دي، چې موخه به یې د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمې، د انرژۍ تاسیسات او د پوځي قوماندې مرکزونه وي.

ورځپاڼې د نوم نه ښودونکو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفاع وزارت ته د دغو پلانونو د چمتو کولو امر کړی دی؛ خو نوموړي د ډیپلوماټیکو خبرو د پرمختګ له امله د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو وړاندیزونه څو ځله رد کړي دي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ هم ویلي، چې د نومبر د منځمهاله ټاکنو تر ترسره کېدو مخکې پر ایران برید نه کوي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې امریکا په روانه میاشت کې د ایران شاوخوا اوبو ته د خپلې درېیمې الوتکه‌وړونکې بېړۍ د لېږلو اقدام کړی او د راپور له مخې، ایران پر سمندري بېړیو بریدونه زیات کړي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ