بلخي: د جرمونو نړیوالې محکمې پرېکړې سیاسي، بې‌اعتباره او د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده

0
46

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د شیخ هبت الله او یو شمېر نورو چارواکو د نیولو د امر صادرولو بهیر د افغانستان په اړه د نړیوالو قضايي بنسټونو د بې‌طرفۍ او اعتبار په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

بلخي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له یادې محکمې سره هېڅ ډول همکاري او تعامل نه لري او د دې محکمې پرېکړې د افغانستان په اړه د سیاسي موخو له مخې بولي.

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت د جرمونو نړیوالې محکمې صلاحیت او پرېکړې نه مني.

هغه زیاته کړې، د جرمونو نړیوالې محکمې وروستي اقدامات د افغانستان په اړه د نړیوالو قضايي او سیاسي چلندونو د بې‌طرفۍ په اړه شکونه لا زیاتوي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو حکومت پر مشر شیخ هبت الله اخندذاده، د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني، د معارف وزیر حبیب الله اغا او د لوړو زده کړو پر وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکم صادر کړی و.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ