د طالبانو حکومت: د مقاومت جبهې څلور غړي چې د یوناما پر دفتر یې د برید پلان درلود، ونېول شول

0
20

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د «مقاومت جبهې» اړوند یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.

قانع ویلي، چې نیول شویو کسانو غوښتل د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) پر دفتر برید وکړي او د چاودنې پلان یې درلود.

نوموړي د نېول شویو څلور تنو ویډیو هم خپره کړې چې ټولو په خپل جرم اعتراف کړی.

تر اوسه د مقاومت په نوم جبهې په دې اړه څه نه دي ویلي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ