د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات به په سایبریا کې د طاعون د څېړنیز انسټیټیوټ د یوه کارکوونکي له مړینې وروسته له روسیې سره مرسته وکړي.
ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وکړې.
نوموړي ویلي، په روسیه کې رامنځته شوې دا پېښه د روسیې لپاره یوه لویه ستونزه ده.

رویټرز راپور ورکړی چې په سایبریا کې د طاعون د څېړنیز مرکز یو لابراتواري کارکوونکی په نامعلومو شرایطو کې ناروغ شو او وروسته مړ شو.
د نوموړي له مړینې وروسته روسي چارواکو لسګونه کسان قرنطین کړي دي.
د پېښې د علت او د مړه شوي کارکوونکي د ناروغۍ په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.


