د ډله‌ییز جنسي تېري قرباني اذربایجاني مېرمن د دریو پولیسو په ملتیا له پاکستانه وایستل شوه

0
52

د ډله‌ییز جنسي تېري قرباني ۲۲ کلنه اذربایجاني مېرمن «ډیانا» د یکشنبې په ورځ د درېیو پولیسو په بدرګه خپل هېواد باکو ته ولېږدول شوه.

نوموړې د لاهور له هوايي ډګر څخه د PK-159 الوتنې له لارې باکو ته د پولیسو په ملتیا روانه شوه.

پولیس وايي، د پېښې په تړاو درې شکمن کسان نیول شوي او جرم یې منلی، خو یو بل تورن لا هم تښتېدلی دی.

د قرباني طبي معایناتو هم د جنسي تېري پخلی کړی او د قرباني او شکمنو کسانو نمونې عدلي لابراتوار ته استول شوې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ