خټک: د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د بې وسلې پښتنو وژنه تصادفي نه ده

0
49

پښتون ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک وایي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د بې‌وسلې پښتنو وژل کېدل تصادفي نه دي او د تاوتریخوالي پړه پر پښتنو اچول د حقیقت د پټولو هڅه ده.

خټک پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، سیمه‌ییز «جګړه‌مار قراردادیان» د لویو قدرتونو په ملاتړ داسې جګړه پر مخ وړي چې موخه یې، د نوموړي په وینا، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو مستعمره کول دي.

هغه ټینګار کړی چې د جګړو اصلي قربانیان بې‌وسلې پښتانه دي، خو ځینې کسان هڅه کوي چې د همدې تاوتریخوالي مسؤلیت پر دوی واچوي.

د خټک دا څرګندونې داسې مهال دي چې تېره ورځ د پاکستان په هوایي بریدونو کې هلمند او کونړ کې ۱۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول چې ډېری یې ښځې او ماشومان وه.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ