
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ وايي، تحریک انصاف باید پرېکړه وکړي چې د پاکستان ترڅنګ درېږي او که د افغانستان.
تارړ په اسلاماباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ په اور کې سوځي، خو د دغه ایالت د حکومت ټوله پاملرنه له زندان څخه د یوه بندي د خوشې کولو پر موضوع ده.

نوموړي ادعا کړې چې په خیبر پښتونخوا کې ورانۍ ډېرې شوې او ایالتي حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وايي، خیبر پښتونخوا حکومت هر کال د ملي مالي کمېسیون له لارې میلیاردونه روپۍ ترلاسه کوي او پوښتنه یې کړې چې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره ځانګړې شوې پیسې په کومه برخه کې لګول شوې دي.
د هغه په وینا، د کورنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا پولیسو ته د پرمختللو او زغرهوالو موټرو د ورکولو وړاندیز کړی و، خو ایالتي حکومت رد کړی دی.

په همدې خبري غونډه کې د کورنیو چارو وزیر دولت وزیر طلال چوهدري هم پر تحریک انصاف نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې ولې دغه ګوند د افغانستان په اړه «نرم دریځ» لري.
نوموړي ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا په نوي پولیس قانون کې هم د پولیسو د واک د محدودولو هڅه شوې ده.

