د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ په قصدي ډول د جګړې اور تازه کوي او د امریکا نیمګړي پلانونه عملي کوي.

حکمتیار خبرداری ورکړی، که جګړه دوام وکړي، ښايي پاکستان تر افغانستان ډېر له خطرونو سره مخ شي.
هغه لیکلي:«دوی بايد په دې پوه شي چې دا جګړه به پاکستان ته تر موږ زياته خطرناکه تمامه شي.»

نوموړي ویلي، د جګړې په دوام سره به په پاکستان کې ناامني زیاته شي او دغه هېواد به په سیمهییزه کچه هم له مخالفتونو او انزوا سره مخامخ شي.


