د افغانستان د څېړنو او تحلیلونو شبکه:په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله څلور برابره زیاته شوې

0
63

د افغانستان د څېړنو او تحلیلونو شبکې (AAN) د یوه تازه راپور له مخې، د طالبانو حکومت له لوري د کوکنارو پر کر د بندیز څلور کاله وروسته، په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله یو ځل بیا په پراخه کچه زیاته شوې ده.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو تر کر لاندې ځمکه ۴۳ زره هکټارو ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۵ کال د شاوخوا ۱۰ زره هکټارو په پرتله څه باندې څلور برابره زیاتوالی ښيي.

همداراز، د تریاکو تولید له شاوخوا ۳۰۰ ټنو څخه نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.

راپور زیاتوي، بدخشان د کوکنارو د کر تر ټولو لوی مرکز ګرځېدلی، چې په روان کال کې یې ۲۹ زره او ۴۸۲ هکټاره ځمکه کوکنارو نیولې ده.

له دې وروسته هلمند او بادغیس ولایتونه د کوکنارو د کر د زیاتوالي له مهمو سیمو څخه ګڼل شوي.

د افغانستان د څېړنو او تحلیلونو شبکې د بزګرانو د مرکو پر بنسټ ویلي، بې‌کاري، پورونه، د اوبو کمښت، د نورو کرنیزو محصولاتو ټیټ عاید او د بدیل اقتصادي فرصتونو نشتوالی هغه مهم لاملونه دي چې بزګران یې بېرته د کوکنارو کر ته اړ کړي دي.

د راپور له مخې، د کوکنارو د کر د مخنیوي لپاره د طالبانو د حکومت د هڅو او د زرګونو هکټارو ځمکو د اړولو سربېره، ځینو افغان بزګرانو د کار او عاید موندلو لپاره د پاکستان بلوچستان او د ایران سیستان او بلوچستان سیمو ته هم کډه کړې او هلته یې د کوکنارو کر ته مخه کړې ده.

راپور خبرداری ورکوي، که بزګرانو ته د کوکنارو د کر پر ځای د عاید عملي بدیلونه برابر نه شي، ښايي په راتلونکي کال کې هم د دې بوټي کرکېله نوره پراخه شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ