د طالبانو حکومت مشر ملا شیخ هبتالله اخوندزاده وايي، د خپل واک د ساتلو لپاره مسلمانان خپلو کې نه جنګوي او زیاته کړې چې اوس د افغانستان د یوې لوېشتې خاورې واک هم د بل چا په لاس کې نه دی.
نوموړي دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې د ده د فرمانونو د اغېزو په اړه جوړ شوي علمي او څېړنیز کنفرانس کې کړې دي.
شیخ هبتالله اخوندزاده د «امیر» پر اطاعت او درناوي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې یووالی د امیر په مرسته رامنځته کېږي.
هغه زیاته کړې، چې د ده له اجرائیوي امر پرته قصاص او حدود نه شي عملي کېدای او د طالبانو حکومت سیاست د قرانکریم له لارښوونو سره سم دی.
نوموړي همداراز ویلي، چې د فتنې د مخنیوي لپاره یې د اسلامي امارت مشري منلې او په خبره یې، د خپل واک د ساتلو لپاره به مسلمانان له یو بل سره جګړې ته نه هڅوي.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې فتنه پای ته رسېدلې او اوس د اسلامي امارت د ساتنې لپاره باید هڅې وشي.
په دغه کنفرانس کې یو شمېر دیني عالمانو هبتالله اخوندزاده ته د «شیخالسلام» لقب هم ورکړی دی.


