سپاه پاسداران:د امریکا په لارښوونه د تېرېدو هڅه کوونکې دوې بېړۍ په سمندري ماینونو لګېدلي او د غرقېدو په حال کې دي

0
56

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک ادعا کړې، چې د هرمز تنګي په جنوبي برخه کې د امریکا په لارښوونه د تېرېدو هڅه کوونکې دوې تېل‌لېږدوونکې بېړۍ د سمندري ماینونو له لګېدو وروسته له سختو چاودنو سره مخ شوې او اور یې اخیستی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه دوې بېړۍ د تېرو پېښو له ځای سره نږدې چاودېدلې دي او سپاه پاسداران ادعا کوي، چې له تېرې ورځې راهیسې په هرمز تنګي کې دا شپږمه تېل‌لېږدوونکې بېړۍ ده چې اور اخلي او ډوبېږي.

د سپاه د ادعا له مخې، د دغو بېړیو د چاودنو له امله رامنځته شوې ککړتیا د هرمز تنګي شاوخوا ساحلي سیمو او اوبو ته هم خپره شوې ده.

تر اوسه د دغه بیړیو په تړاو معلومات نه دي ورکړل شوي چې د کوم هیواد پورې تړلې وې.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ