روسیې د اوکراین پر بندري او اورګاډي زېربناوو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي

0
21

د روسیې وسله‌والو ځواکونو ویلي، چې د اوکراین د پوځ د اکمالاتو په برخه کې پر کارېدونکو بندري او اورګاډي زېربناوو او سمندري بېړیو یې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د روسیې د ادعا له مخې، په دغو بریدونو کې د تور سمندرګي په چیرنومورسک بندر کې یوه وچه‌بار وړونکې بېړۍ په نښه شوې، چې د اوکراین پوځ ته یې پوځي او دوه‌ګونی استعمال لرونکي توکي لېږدول.

همداراز، د زاپوریژیا د اورګاډي تمځي ته څېرمه یو لوکوموتیف هم په نښه شوی، چې د روسیې په وینا، د اوکرایني ځواکونو لپاره یې اکمالاتي توکي لېږدول.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ