شبانه محمود: په کوچنیو کښتیو برېتانیا ته راغلي ځینې کډوال به د دایمي استوګنې لپاره ۳۰ کاله انتظار باسي

0
21

د برېتانیا حکومت د کډوالۍ په قوانینو کې د پراخو بدلونونو طرحه وړاندې کړې، چې له مخې به یې د دایمي استوګنې ترلاسه کول د کډوالو د عاید، کار، زده‌کړو او ټولنیزې ونډې له کچې سره وتړل شي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود پارلمان ته ویلي، هغه کسان چې د کوچنیو کښتیو له لارې او په ناقانونه او خطرناکو لارو دغه هېواد ته ننوځي، نه کار کوي او نه زده‌کړې کوي، ښايي د دایمي استوګنې لپاره تر ۳۰ کلونو پورې انتظار وباسي.

همداراز، هغه کډوال چې کلنی عاید یې تر ۵۰ زره پونډو کم وي، د دایمي استوګنې لپاره به د لس کلنې مودې له شرط سره مخ شي.

د نوې طرحې له مخې، د کډوالۍ له قوانینو سرغړوونکو لپاره د دایمي استوګنې د انتظار موده تر ۲۰ کلونو پورې لوړېدای شي؛ خو هغه کسان چې د برېتانیا په اقتصاد او ټولنه کې استثنايي ونډه ولري، د چټکې پروسې له لارې د دایمي استوګنې ترلاسه کولو فرصت هم لرلای شي.

محمود ټینګار کړی چې د دایمي استوګنې ترلاسه کول به ناممکن نه وي، خو غوښتونکي باید په برېتانیا کې خپله دوامداره ونډه ثابته کړي.

تر هغه وخته به کډوال وکولای شي خپلې موقتي ویزې وغځوي، څو د دایمي استوګنې شرایط پوره کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ