د اسرائیلو ټاکنې؛ نتنیاهو ۵۳ څوکۍ مخالف بلاکونه ۶۷ څوکۍ لري

0
18

د اسرائیلو د پارلماني ټاکنو د رایو د شمېرنې په دوام کې د ګوندونو د څوکیو په وېش کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی او لا هم هېڅ یو سیاسي بلاک د حکومت جوړولو لپاره اړینې ۶۱ څوکۍ نه لري.

د مرکزي ټاکنو کمېټې د معلوماتو له مخې، د ۸۸،۶ سلنه رایو له شمېرلو وروسته د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ سیاسي بلاک ۵۳ څوکۍ لري او د نورو مخالفو ګوندونو ټولې څوکۍ ۶۷ ته رسېږي.

له مخالفو ګوندونو څخه ۴۸ څوکۍ د یهودي سیاستوالو په مشرۍ ډلو او ۱۹ څوکۍ عربي ګوندونو ګټلې دي؛ خو د دغو ډلو ترمنځ د سیاسي اختلافونو له امله د حکومت جوړولو لپاره د ۶۱ کسیز اکثریت رامنځته کېدل لا هم روښانه نه دي.

د ټاکنو کمېټه وايي، د عادي رایه‌اچونې د مرکزونو شاوخوا ۹۶ سلنه رایې شمېرل شوې دي.

ټاکل شوې د پوځیانو، ډیپلوماتانو او نورو ځانګړو ډلو رایې هم وشمېرل شي او د پنجشنبې تر ماښامه د پایلو وروستۍ شمېرنه بشپړه شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ