د بلوچستان ازادۍ جبهې (BLF) ویلي، چې نن یې د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر کې د پاکستاني پوځ پر یوه اصلي کمپ پراخ او همغږي بریدونه پیل کړي دي.
د دې جبهې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه عملیات یې د «الماس» په نوم پیل کړي او د یادې جبهې ځانګړی عملیاتي کنډک «سدو» او نورې ډلې پکې برخه لري.
د اعلامیې له مخې، د دغې ډلې جنګیالي د ګوادر په «زیرو پواینټ» سیمه کې د پاکستاني پوځ د سرحدي چارو د سازمان (FWO) پر اصلي کمپ د بریدونو په ترڅ کې پرمختګ کوي.
د بلوچستان ازادۍ جبهې ویاند، جګړن ګوهَرام بلوڅ، ویلي چې د عملیاتو د پایلو، احتمالي مرګژوبلې او نورو جزییاتو په اړه به وروسته معلومات خپاره کړي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


