د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د ایران پلازمېنې تهران ته رسیدلی او د ایران د پارلمان له مشر محمد باقر قالیباف سره یې لیدلي دي. د راپورونو له مخې، په دې سفر کې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو، سیمهییزو کړکېچونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
عاصم منیر له ایراني چارواکو سره د لیدنو پر مهال د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیلولو هڅې او د سیمې د امنیت اړوند موضوعات څېړلي دي. پاکستان هڅه کوي چې د منځګړیتوب له لارې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف تر دې مخکې ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د باور د رامنځته کېدو لپاره باید د تهران غوښتنو ته پام وشي.
په دغو غوښتنو کې د امریکا له خوا د سمندري محاصرې پای ته رسول او د ایران پر تېلو د بندیزونو لرې کول شامل دي.
د راپورونو له مخې، د عاصم منیر سفر د ایران او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې د کړکېچونو د کمولو په برخه کې هم مهم بلل کېږي.


