د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) د سیاسي کمېټې او مرکزي کمېټې د دوه ورځنۍ ګډې غونډې په اعلامیه کې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او ګورنر راج له لګولو، د ټاکل شوي حکومت پر وړاندې له اقداماتو او په ټول هېواد کې د سیاسي فعالانو له نیول کېدو سره مخالفت څرګند کړی دی.
د اعلامیې له مخې، دغه ګوند د اکتوبر د ۱۱مې اقدامات، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او ګورنر راج لګول او د ټاکل شوي حکومت د څنګ ته کولو هڅې، غیرقانوني او د ولس پر رایو برید بللی دی.
پي ټي ای ویلي، د خیبر پښتونخوا د ټاکل شوي حکومت پر وړاندې اقدامات د اساسي قانون، فدرالي نظام، د سیمو د خپلواکۍ او ډیموکراتیکو اصولو خلاف دي. ګوند ټینګار کړی چې د دغو اقداماتو پر وړاندې به په قانوني، پارلماني او سولهییزو ولسي لارو خپل مخالفت څرګند کړي.
په اعلامیه کې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر، د ولایتي اسمبلۍ د مشر، وزیرانو او نورو ټاکل شویو استازو د تښتونې او غیرقانوني نیولو ادعاوې هم غندل شوې او د هغوی د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.
دغه راز، پي ټي ای په پنجاب، سیند، خیبر پښتونخوا، بلوچستان او اسلاماباد کې د خپلو مشرانو، غړو او پلویانو نیول کېدل، د کورونو تلاشي، ځورونه او د عامه نظم د ساتنې قانون (MPO) له مخې د فعالانو بندي کول سیاسي غچ اخیستنه بللې ده.

د اعلامیې له مخې، په پنجاب کې د سړکونو د اعتراضونو پر مهال تر ۱۵۰۰ ډېر د دغه ګوند غړي نیول شوي دي. ګوند ادعا کړې چې د ځینو غړو د بند موده پای ته رسېدلې ده خو وروسته د هغوی د بیا نیولو لپاره نوي حکمونه صادر شوي دي.
په اعلامیه کې د عليمه خان او د هغې د خویندو د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودل شوې او د هغوی د اساسي او قانوني حقونو د خوندیتوب غوښتنه شوې ده.


