د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې دوه اړخیزې خبرې وکړې.
د دې لیدنې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د نظرونو تبادله بلل شوېده.
دا سفر په داسې وخت کې مهم بلل شوی چې منځنی ختیځ له سیاسي او امنیتي ننګونو سره مخ دی او د ایران او روسیې اړیکې د سیمې پر حالاتو اغېز لرلای شي.


