د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د دفاعي چارو د دولت وزیر، شیخ سعود بن عبدالرحمن آل ثاني، وايي چې هېواد یې د یوه نوي سیمهییز دفاعي مشارکت د اعلان لپاره چمتووالی نیسي.
نوموړي ویلي، د دغه مشارکت موخه د قطر د پوځي وړتیاوو پیاوړتیا او د دفاعي ظرفیتونو لوړول دي.

د قطر چارواکي تر اوسه د دې نوي دفاعي مشارکت د غړو هېوادونو، جوړښت او د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د دې اقدام اعلان په داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د دفاعي او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا هڅې زیاتې شوې دي.


