روبیو: روسیه او اوکراین باید د جګړې پای ته رسولو ته لومړیتوب ورکړي

0
62

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، روسیه او اوکراین باید د خپلو څلور کلنې جګړې پای ته رسولو ته پام وکړي، ځکه دوام یې د دواړو هېوادونو او سیمې لپاره ناوړه پایلې لرلای شي.

روبیو د دوشنبې په ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې خبریالانو ته ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي د ټرمپ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ د احتمالي درې اړخیزې غونډې په اړه وویل، د داسې یوې غونډې خبرې شوې دي، خو لا یې د وروستي کېدو په اړه معلومات نه لري.

روبیو زیاته کړې، واشنګټن په دې جګړه کې د هېڅ ښه پایلې تمه نه لري او د هغې دوام د کړکېچ د پراخېدو خطر زیاتوي.

د هغه په وینا، د تخریبي عملیاتو د ناکامې هڅې یا د برېښنايي جګړې له امله د بې‌پیلوټه الوتکو د مسیر بدلېدل ښايي جګړه ګاونډیو هېوادونو ته هم وغځوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په شپه سمرقند ته رسېدلی و، څو د «سي۵+۱» ډلې په غونډه کې د ګډون لپاره د ازبکستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

په دې ډله کې امریکا، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان شامل دي.

د رویټرز د راپور له مخې، امریکا هڅه کوي د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره منځګړیتوب وکړي.

ټرمپ له روسیې سره د ډیزلو د وارداتو هوکړه هم کړې او پر مسکو یې ځینې بندیزونه نرم کړي دي، څو روسیه د خبرو مېز ته پاتې شي؛ خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر دغو اقداماتو نیوکه کړې ده.

په همدې حال کې، د روسیې یوه تازه هوايي برید د اوکراین په پلازمېنه کییف کې یوه ښځه وژلې، د ځمکې لاندې اورګاډي یو تمځای یې په نښه کړی او یوې ۲۵ پوړیزې استوګنیزې ودانۍ ته یې زیان اړولی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ