د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د خپل ۳۱م بهرني سفر په ترڅ کې ازبکستان او هند ته روان شوی دی.
نوموړی به په سمرقند کې د «سی۵+۱» په غونډه کې ګډون وکړي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د روبیو د سفر موخه له منځنۍ او جنوبي اسیا سره د امریکا د اقتصادي او امنیتي اړیکو پیاوړتیا ده.
خو د امریکا ځینو پخوانیو ډیپلوماټانو نیوکه کړې چې روبیو د غزې، ایران او اوکراین په څېر د مهمو نړیوالو کړکېچونو له مرکزونو لرې پاتې شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي، د روبیو ډېری ډیپلوماټیک فعالیتونه د رسنیو له سترګو لرې ترسره کېږي او نوموړی د ایران، غزې، اوکراین او چین په اړه د پردې شاته خبرو اترو کې هم مستقیمه ونډه لري.
د دغه وزارت په وینا، له منځنۍ اسیا او لاتینې امریکا سره د اړیکو پراخول د واشنګټن د عمومي ستراتیژۍ برخه ده او د امریکا ډیپلوماسي باید یوازې پر اروپا محدوده نه وي.


