خیبرپښتونخوا کې وکیلانو د بېړني حالت پر ضد سبا د محکمو د کاربندیز پرېکړه کړې

0
54

د خیبر پښتونخوا د وکیلانو شورا پرېکړه کړې، چې د والي د واکمنۍ او بېړني حالت د پلي کېدو پر ضد به د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۹مه، په محکمو کې له کار کولو ډډه وکړي.

د شورا په وینا، د دغه اقدام د قانوني ننګونې لپاره به په پېښور عالي محکمه او نورو محکمو کې قضیې ثبت کړي.

شورا په همدې موخه یوه ځانګړې کمېټه هم ټاکلې، چې د اکتوبر تر ۲۰مې پورې د قانوني اقدام مسوده چمتو کړي.

د خیبر پښتونخوا د وکیلانو شورا له عدلي بنسټونو غوښتي، چې د ایالت اوسني وضعیت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.

دغه راز یې له امنیتي ادارو غوښتنه کړې، چې د عملیاتو پر مهال له غیرقانوني چاپو ډډه وکړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پېښور عالي محکمې وکیلانو تر دې وړاندې هم د والي د واکمنۍ او بېړني حالت پر ضد لاریون کړی و.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ