د یمن په ذمار ولایت کې د سعودي عربستان په هوايي برید کې د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د حوثیانو تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ویلي، دغه برید د جمعې په ورځ د دواران انس ولسوالۍ د «العَر» کلي پر استوګنیزو کورونو شوی دی.
د راپور له مخې، په وژل شویو ماشومانو کې یو اته کلن او دوه لس کلن ماشومان شامل دي.
د حوثي چارواکو په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.
حوثیانو د برید پړه پر سعودي عربستان اچولې او ادعا یې کړې چې په برید کې د کلستر بمونه کارول شوي دي.
د سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستیو کې د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.


