د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۲مه غونډه نن شنبه د عراق په پلازمېنه بغداد کې د اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوه.
د غونډې د پرانیستې په وینا کې د عراق لومړي وزیر علي فالح الزیدي د فلسطین د خلکو د حقونو پر ملاتړ، د سیمې د امنیت پر پیاوړتیا او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
الزیدي په خپله وینا کې د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو په برخه کې د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه، خو پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو پوځي بریدونو په اړه یې هیڅ ونه ویل.
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دا دوه ورځنۍ غونډه د «خبرو اترو او پیوستون» تر شعار لاندې ترسره کېږي.
د غونډې ګډونوال به د غزې جګړې، په سیمه کې د روانو کړکېچونو، د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۲مه غونډه سبا یکشنبه پای ته ورسېږي.


