ګوترېش: په ریاض کې د حوثیانو په برید کې د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبلې سخت خواشینی یم

0
22

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو برید غندلی او ویلي یې دي، چې پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي.

ګوترېش پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي، چې د دغه برید له امله د ۱۲ کسانو د وژل کېدو او د سلګونو نورو ملکي وګړو د ټپي کېدو د راپورونو له اورېدو سخت خواشینی شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې پر ملکي وګړو او ملکي بنسټونو بریدونه باید سمدستي ودرول شي.

د راپورونو له مخې، حوثیانو د شنبې په ورځ د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید کړی، چې له امله یې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي.

همداراز، دغې ډلې په دمام ښار کې د ملک فهد نړیوال هوايي ډګر هم په نښه کړی، خو د دغه برید د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه لا معلومات نه دي خپاره شوي.

دا په روانه اوونۍ کې د ریاض پر هوايي ډګر درېیم برید بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، دغو بریدونو د الوتنو پر بهیر اغېز کړی او لوېدیځو هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې له یادې سیمې لرې پاتې شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ