د پاکستان په راولپېنډۍ کې چارواکو د احتمالي تاوتریخوالي او پر حساسو دولتي تاسیساتو د بریدونو د مخنیوي لپاره د جزايي اجرااتو قانون ۱۴۴مه ماده د یوې میاشتې لپاره نافذه کړې ده.
د راولپېنډۍ د مرستیال کمېشنر ندیم ناصر په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه بندیز به د نومبر تر اتمې پورې دوام وکړي.
د پرېکړې له مخې، په ولسوالۍ کې عامه غونډې، لاریونونه او د پنځو یا تر پنځو د زیاتو کسانو راټولېدل منع دي.
همداراز د وسلو پر ښودلو او د وژونکو موادو، تېلي بمونو او ډرون الوتکو پر کارولو بندیز لګېدلی دی.
چارواکي وايي، ځینې ډلې ښايي د خپلو موخو لپاره پر لویو لارو، مهمو بنسټونو او حساسو دولتي تاسیساتو د برید هڅه وکړي.
د ۱۴۴مې مادې د نافذېدو پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی.
بل لوري ته، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي چې د پي ټي اې د لاریون مشري به کوي او اسلاماباد ته به خپل حرکت ته دوام ورکړي.
تر دې وړاندې په اسلاماباد کې هم د سپټمبر له ۱۸مې څخه د دوو میاشتو لپاره او په لاهور کې د اکتوبر تر ۱۵مې پورې ۱۴۴مه ماده نافذه شوې ده.
چارواکي وايي، دا اقدامات د عامه نظم او ملکیتونو د خوندیتوب لپاره شوي او جنازې، ودونه او مذهبي مراسم ترې مستثنا دي.


