د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري چې ډېر ژر به د ایران او روسیې ـ اوکراین جګړې یا د هوکړې له لارې پای ته ورسوي او یا به په کې بریا ترلاسه کړي.
ټرمپ د جمعې په ورځ د نیویارک ایالت په سیراکوز ښار کې د یوه انتخاباتي کمپاین پر مهال د ایران د جګړې په اړه وویل، چې د دې جګړې پای ته رسېدل به په یوه یا بله بڼه ډېر ژر وشي.
هغه یو ځل بیا ایران ته ګواښ وکړ او ویې ویل: «یا به هغوی موږ ته هر څه راکړي، یا به نور هېڅ شتون ونه لري.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې د دواړو جګړو د هواري بهیر په چټکۍ سره پر مخ روان دی.
تر دې وړاندې هم ټرمپ د ایران د جګړې د ژر پای ته رسولو په اړه څرګندونې کړې وې، خو په دې وروستیو څرګندونو کې یې یو ځل بیا د جګړو د پای ته رسولو لپاره د هوکړې یا پوځي بریا پر انتخابونو ټینګار کړی دی.


