
د اکتوبر اوومه د پنبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ هغه ورځ چې د پنبې د تولید، پروسس او نړیوالې سوداګرۍ پر اقتصادي ارزښت د خلکو او دولتونو پام رااړوي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۱ کال کې د اکتوبر اوومه د پنبې نړیواله ورځ ونوموله.
د دې ورځې موخه د پنبې د تولید او پروسس په برخه کې د شته فرصتونو او ننګونو په اړه د پوهاوي لوړول او د دې محصول د اقتصادي ارزښت روښانه کول دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په وینا، پنبه د نړۍ له مهمو طبیعي الیافو څخه ده چې د میلیونونو کروندګرو او کارګرانو لپاره د عاید او کار زمینه برابروي.

په افغانستان کې هم پنبه له مهمو کرنیزو او صنعتي محصولاتو څخه ګڼل کېږي او په بېلابېلو ولایتونو کې کرل کېږي.
د پنبې د تولید زیاتوالی او په هېواد کې د هغې پروسس کولی شي د بزګرانو عواید لوړ کړي، د نساجۍ صنعت پیاوړی کړي او د کار زمینه پراخه کړي.
د اصلاح شویو تخمونو برابرول، د اوبو اغېزناک مدیریت، په پروسس کې پانګونه او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د بزګرانو د لاسرسي پراخول د دې سکټور د ودې لپاره مهم بلل کېږي.
په افغانستان کې هلمند د پنبې له مشهورو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی او د دغه ولایت پنبه د هېواد په کچه ځانګړی شهرت لري.

