د عمران خان د پلویانو اوږد لاریون د تګ مسیر بدل کړ

0
51

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام‌اباد پر لور د روان اوږده لاریون د کاروان په مسیر کې بدلون راوستی او اوس به د پېښور تر رسېدو مخکې خیبر ولسوالۍ ته ولاړ شي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدي ویلي، کاروان به له کوهاټ څخه د سې شنبې په شپه خیبر ولسوالۍ ته حرکت وکړي او له هغه ځایه به پېښور ته ورسېږي.

نوموړي وویل، د خیبر ولسوالۍ اوسېدونکو د لاریون له ګډونوالو څخه د کوربه‌توب غوښتنه کړې وه او له همدې امله د کاروان د تګ مسیر بدل شوی دی.

د تحریک انصاف د لومړني پلان له مخې، کاروان باید له کوهاټ څخه مستقیم پېښور ته تللی وای او د متنۍ سیمې په شاوخوا کې یې شپه تېره کړې وای.

اپرېدي ټینګار کړی چې ګوند به له خپلو غوښتنو شاته نه شي او لاریون به په سوله‌ییز ډول دوام وکړي.

د نوموړي په وینا، د تحریک انصاف له مهمو غوښتنو څخه له پخواني صدراعظم عمران خان سره د لیدنې اجازه او هغه ته د طبي درملنې د اسانتیاوو برابرول دي.

هغه ادعا کړې چې د حکومت له لوري د ترهګرۍ پر وړاندې د پوځي عملیاتو او ډرون بریدونو سربېره په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت نه دی ښه شوی.

د تحریک انصاف دغه اوږد لاریون د اکتوبر په څلورمه له لکي مروت څخه پیل شوی او د کرک له لارې کوهاټ ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې چې کاروان له پېښور مخکې خیبر ولسوالۍ ته ولاړ شي او د لاریون لومړی لوی پړاو د اکتوبر په اتمه په خیراباد کې راټول شي، چېرې چې د راتلونکو اقداماتو په اړه به پرېکړه اعلان شي.

بل لور ته، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د لاریون له مشرانو غوښتي چې له حکومت سره خبرې وکړي او خپل احتجاجي لاریونونه ودروي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ