د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان د هغو ۱۲ بشري کړکېچونو په ډله کې شامل دی چې د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون صندوق له لارې ورته نوې مالي مرستې ځانګړې شوې دي.
د اوچا په وینا، د دغه صندوق له لارې د نړۍ د ۱۲ کمتمویل شوو بشري کړکېچونو لپاره ټولټال ۱۶۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي چې له دې ډلې ۱۸ میلیونه ډالر افغانستان ته رسېږي.

د یادو مرستو یوه برخه، ۱۰ میلیونه ډالر، د معلولیت لرونکو کسانو د ځانګړو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم ځانګړې شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د مرستیال سرمنشي ټام فلېچر ویلي، په دغو ۱۲ کړکېچونو کې شاوخوا ۸۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته د لاسرسي اړتیا لري.
نوموړي ټینګار کړی چې د نړۍ له پامه غورځول شوي بشري بحرانونه باید په داسې هېر شوو کړکېچونو بدل نه شي چې نړیواله پاملرنه ترې واوړي.
اوچا وايي، افغانستان لا هم له پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دی او شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د افغانستان د بشري مرستو د پلان یوازې شاوخوا ۳۱ سلنه بودجه تر اوسه تمویل شوې ده.
ملګري ملتونه وايي، افغانستان ته د ۱۸ میلیونه ډالرو د نوې مرستې ځانګړې کېدل په داسې شرایطو کې دي چې د اړتیاوو کچه لوړه او د بشري مرستو د تمویل کچه ټیټه ده.


