د امریکا د ۳۱ ایالتونو لوی څارنوالانو د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د هغې حقوقي دعوې ملاتړ کړی چې غواړي د افغانستان بانک له کنګل شویو شاوخوا ۳.۵ میلیارد ډالرو شتمنیو څخه د غرامت ترلاسه کولو زمینه برابره شي.
د پنسلوانیا لوی څارنوال ډېو سنډې ویلي، د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د قربانیانو او د نورو قضیو یو شمېر مدعیانو د طالبانو حکومت پر وړاندې د شاوخوا ۱۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د تاوان قضایي حکمونه ترلاسه کړي دي.
خو د امریکا یوې استیناف محکمې مخکې پرېکړه کړې چې د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمنۍ د دغو حکمونو د عملي کولو لپاره نه شي کارېدلی.
د محکمې په استدلال کې ویل شوي چې دغه شتمنۍ د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو مخکې کنګل شوې وې.

اوس د امریکا د ۳۱ ایالتونو لوی څارنوالان له دغې پرېکړې سره مخالفت کوي او له سترې محکمې غواړي چې قضیه وڅېړي.
دوی استدلال کوي چې د افغانستان بانک د شتمنیو د کنګل کېدو وخت باید د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو قربانیان له غرامت ترلاسه کولو څخه محروم نه کړي.
د دې قضیې وروستۍ پرېکړه به معلومه کړي چې ایا د افغانستان بانک له کنګل شویو شتمنیو څخه د قربانیانو د غرامت لپاره د پیسو اخیستل په قانوني توګه ممکن دي که نه.


