منځني ختیځ کې د جګړې سربېره د تېلو صادرات د جګړې له پخوانۍ کچې لوړ شوي

0
48

رویټرز راپور ورکړی چې د سپټمبر د وروستۍ اوونۍ په اوو ورځو کې څلور ورځې د منځني ختیځ د خامو تېلو صادرات د جګړې له پیل مخکې کچې لوړ شوي دي.

د کښتۍ‌څارنې شرکت کپلر د موقتي معلوماتو له مخې، د سپټمبر په ۲۴مه او له ۲۷مې تر ۲۹مې پورې د سیمې د خامو تېلو صادرات هره ورځ د ۱۹.۵ میلیونه او ۲۲.۵ میلیونه بېرله ترمنځ وو.

د جګړې له پیل مخکې د ۲۰۲۵ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر فبرورۍ پورې، د دغې سیمې د خامو تېلو صادرات په اوسط ډول هره ورځ ۱۸ میلیونه بېرله وو.

د راپور له مخې، د اکتوبر په لومړۍ نېټه د خامو تېلو د صادراتو اووه ورځنی اوسط ۱۸.۵ میلیونه بېرله و.

په دې شمېر کې د هرمز تنګي، سره سمندرګي، د تېلو له بندرونو او د عمان خلیج کې له یوې بېړۍ بلې ته د تېلو انتقالات هم شامل دي.

بلخوا، د کښتیو د امنیتي معلوماتو شرکت ماریسکس ویلي، چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې د تېلو پر ټانکرونو بریدونه لا هم دوام لري.

د دغه شرکت په وینا، لږ تر لږه اووه پېښې ثبت شوې دي او د «کاظمه درې» په نوم د کویټ یوې لویې تېل‌وړونکې بېړۍ د اکتوبر په لومړۍ نېټه د یوه نامعلوم توکي له لګېدو وروسته اور اخیستی و.

د بېړۍ ټول کارکوونکي خوندي بلل شوي او وروسته تخلیه شوي دي.

ماریسکس وايي، د هرمز تنګي له لارې تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو ته ګواښ زیات او د وړاندوینې وړ نه دی.

د دغه شرکت په وینا، شته معلومات ښيي چې ښايي د ایران ځواکونه پر ځانګړو سوداګریزو بېړیو مستقیم هدف نه وي، بلکې توغندي په یوه له مخکې ټاکل شوې سیمه یا د وژونکي هدف ساحه کې توغوي، چې په هغه سیمه کې موجودې بېړۍ د رادار له نښو سره د وسلو د هدف ګرځېدو له خطر سره مخ کېږي.

د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د لېږد له مهمو مسیرونو څخه دی او د جګړې له پیل مخکې هره ورځ شاوخوا ۱۲۵ لویې سوداګریزې بېړۍ ترې تېرېدلې.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ