خواجه آصف: د اکتوبرد څلورمې اعتراضونو لپاره د ګډوډۍ د رامنځته کولو په موخه له وزیرستانه د خلکو د راوستلو هڅه کېږي

0
58

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، پوښتنه دا ده چې ایا تحریک انصاف ګوند او د خیبر پښتونخوا حکومت د اکتوبر په څلورمه د اعتراضونو په پلمه د ګډوډۍ او تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره له وزیرستانه د خلکو د راوستلو هڅه کوي کنه؟

خواجه آصف په یوه بیان کې ادعا کړې چې د وزیرستان د نان‌کسټم‌پیډ موټرو هغه کاروان چې ویډیو یې د تحریک انصاف اړوندو ټولنیزو رسنیو او حسابونو خپره کړې، کېدای شي کم‌عمره او بې‌روزګاره ځوانان د پیسو په بدل کې د خیبر پښتونخوا ولسوالیو ته د پولیسو، امنیتي ځواکونو او دولتي ځایونو پر وړاندې د ګډوډۍ لپاره راولي.

نوموړي اندېښنه ښودلې، چې که د اعتراضونو پر مهال پر دولتي ادارو یا امنیتي ځواکونو برید وشي او پولیس د مخنیوي لپاره ګام پورته کړي، ښايي وروسته دغه پېښه په ټولنیزو رسنیو کې د حکومت پر ضد تبلیغاتي کمپاین لپاره وکارول شي.

خواجه اصف همداراز د دغو موټرو د امنیتي تلاشۍ پر اړه پوښتنې مطرح کړې او ویلي یې دي باید معلومه شي په موټرو کې عادي خلک دي او که وسله‌وال کسان؟ او ایا په دغو موټرو کې وسلې او چاودېدونکي توکي لېږدول کېږي که نه؟

د پاکستان دفاع وزیر دا هم پوښتلي چې په داسې سیمه کې چې بې‌وزلي او بې‌روزګاري پکې زیاته ده، د دغو کسانو د موټرو، خوراک او نورو لګښتونو لپاره هره ورځ شاوخوا یو کروړ پاکستانۍ روپۍ څوک ورکوي؟ او ایا دا پیسې خو به له هغو قاچاقي عوایدو سره تړاونه لري چې د ده په وینا د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي؟

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ