حامد کرزي د جرمني د یووالي ورځې په مناسبت د دغه هېواد خلکو ته مبارکي ورکړې

0
30

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني د یووالي ورځې په مناسبت د جرمني حکومت او خلکو ته مبارکي او نیکې هیلې وړاندې کړې دي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس پاڼه جرمني د افغانستان تاریخي او ارزښتناک دوست بللی او ویلي یې دي چې افغانستان د دغه هېواد د اوږدمهاله ملاتړ قدردان دی.

نوموړي د جرمني خلکو ته د لا ډېرې سوکالۍ، هوساینې او پرمختګ هیله کړې ده.

د جرمني د یووالي ورځ (German Unity Day) هر کال د اکتوبر په ۳مه لمانځل کېږي.

دا ورځ په ۱۹۹۰ کال د اکتوبر په ۳مه د ختیځ او لویدیځ جرمني د رسمي یوځای کېدو په مناسبت د جرمني ملي ورځې په توګه وټاکل شوه.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ