د جرمني کیڼلارې فعالې، ماجا ټي، د قضیې په تړاو د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې محکمې د پرېکړې دلایل واورول.
ماجا ټي د ښيافراطي فعالانو پر ضد په یوه برید کې د ګډون په تور له قضايي دوسیې سره مخ ده.

د محکمې د پرېکړې د دلایلو د اورېدو پر مهال د نوموړې پلار، وولفرام یاروش، هم په محکمه کې حاضر و.


