ایران وايي، د قطر د منځګړو له لارې یې د واشنګټن له لوري د تهران د اووه ورځني باور جوړونې پلان په اړه ځواب ترلاسه کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دغه ځواب په دوحه کې ترلاسه کړی او ټاکل شوې چې په تهران کې یې له ایراني چارواکو سره په اړه خبرې وکړي.
د راپور له مخې، د دواړو لورو ترمنځ اصلي اختلاف د پلان د اقداماتو پر څرنګوالي نه، بلکې د هغو د ترتیب پر سر دی.
د ایران په وړاندیز کې د تاوتریخوالي کمول، د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ عادي کېدل او د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو بیا پیل شامل دي، او قطر هڅه کوي د دواړو لورو ترمنځ د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.


