شاه محمود میاخیل: د پاکستان سفیر دې وشړل شي او لویه جرګه دې راوغوښتل شي

0
21

د دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخیل د پاکستان د مداخلې او هوايي بریدونو د غندلو ترڅنګ ویلي، د ستونزې د حل لپاره یوازې غندنه کافي نه ده.

ښاغلي میاخیل وړاندیز کړی چې د پاکستان سفیر دې رخصت او د لویې جرګې د جوړېدو زمینه دې برابره شي، څو د پاکستان پر وړاندې د ملي دریځ او د یوه قانونمند، مشروع او ولسواک نظام د جوړېدو لپاره لاره هواره شي.

نوموړي همداراز د طالبانو پر اوسنیو تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د انزوا دوام د افغانستان وضعیت لا پیچلی کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ