د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده وايي، هغه حکومتونو هېڅ وخت پایښت نه دی موندلی، چې مسوولینو يې په ځانونو کې د واک او مال حرص پیدا کړی وي.
هبت الله اخندزاده نن پنجشنبه د کندهار لپاره د طالبانو حکومت له ولایتي مسوولینو سره د لیدنې پر مهال له هغوی غوښتي چې له « کبر او غرور » ډډه وکړي، ځکه په وینا یې دا چاره د اطاعت له اصل سره جفا ده.
هغه خپل مسوولین مخاطب کړي، چې په ګومارونو کې سمتي او قومي مسایلو له پامه وغورځوي او هغه کسان پر دندو وګوماري چې وړتیا او تعهد ولري.
نوموړي خپل مسوولین د اړوند ساحو چوکیداران ګڼلي او زیاته کړې یې ده، « که مو سیمه کې نا امني راغله، په دنیا او اخرت به تاسو ځواب ویونکي یاست.»
هبت الله دغه راز ویلي، چې ټول طالب مسوولین دې د ده په وینا خپل مجاهدین له عبث کارونو منع او درس ویلو ته دې وهڅوي.


