د ترکیې د استخباراتو مشر افغانستان ته له سفر وروسته پاکستان ته تللی

0
21

د ترکیې د استخباراتو رییس ابراهیم کالین افغانستان ته له سفر وروسته پاکستان ته تللی او هلته یې د دغه هېواد د استخباراتو له مشر عاصم ملک، د پوځ له مشر عاصم منیر او لومړي وزیر شهباز شریف سره کتلي دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو لیدنو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ناندریو د حل په اړه خبرې شوې او ترکیې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په دغو کتنو کې د ترکیې او پاکستان د اړیکو ترڅنګ، د سیمې او نړۍ پر وروستیو تحولاتو او امنیتي موضوعاتو هم بحث شوی دی.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ یاد ترکي چارواکی افغانستان ته تللی و او په کابل کې یې د طالبانو حکومت لوړپوړو چارواکو سره وکتل.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ