
رویټرز د پنځو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې امریکايي چارواکو د تېرې اوونۍ په پای کې په عمان کې د حوثیانو له استازو سره پټه لیدنه کړې ده.
د راپور له مخې، دا ناسته د عمان په مسقط کې د امریکا په سفارت کې شوې او د عمان حکومت یې په تنظیم کې مرسته کړې ده.
سرچینې وايي، حوثیانو امریکايي چارواکو ته ویلي، چې پر امریکايي بېړیو د برید نیت نه لري او له امریکا سره د ۲۰۲۵ کال اوربند ته ژمن دي.
د حوثیانو په پلاوي کې د دې ډلې لوړپوړي چارواکي محمد عبدالسلام او عبدالملک العجري هم شامل وو.
یوې یمنۍ سرچینې ویلي، حوثیانو په ناسته کې ټینګار کړی، چې پر اسرائیلي بېړیو او سوداګریزو کښتیو به هم برید نه کوي؛ خو د سعودي عربستان اړوند بېړیو ته یې استثنا کړې ده.
دا لیدنه څو ورځې وروسته له هغې ترسره شوې چې حوثیانو د یمن د سور سمندرګي د ساحل پر یوې سترې برخې، د موخا بندر او د بابالمندب په تنګي کې پر پریم ټاپو کنټرول ترلاسه کړ.

