ترینکوټ کې د ۲۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی جامع جومات پرانیستل شو

0
8

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د عیدګاه مرکزي جامع جومات پرانیست، چې د جوړولو چارې یې د ۲۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.

دغه جومات پر ۱۲ جریبه ځمکه جوړ شوی او د چارواکو په وینا، په یوه وخت د ۷ زره لمونځ‌کوونکو د ځایولو ظرفیت لري.

ملا عبدالغني برادر د جومات د پرانیستې په مراسمو کې د دیني مرکزونو پر اهمیت خبرې کړې او له دیني عالمانو یې غوښتنه کړې، چې خلکو ته د دیني زده‌کړو، نبوي اخلاقو او یووالي په برخه کې لارښوونې وکړي.

د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د دې لوی جومات جوړول، د دیني عبادتونو او زده‌کړو لپاره د یوه پراخ مرکز د رامنځته کېدو په توګه یاد شوي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ