د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ ویلي، مولانا فضل الرحمن باید پرېکړه وکړي چې د پاکستان ترڅنګ درېږي او که د افغانستان او طالبانو ملاتړ کوي.
نوموړي د مولانا احتجاج د لویې ستونزې په توګه نه دی یاد کړی، خو تور یې پورې کړی چې نوموړی د تصادم هڅه کوي.
تارړ له هغه غوښتي چې له خپل دریځه یو ګام شاته شي او د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.
هغه د بلاول بوټو زرداري پر دریځ هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې سیاسي اختلافات باید د قانوني لارو له لارې حل شي.


