کیم جونګ اون: شمالي کوریا باید په بېلابېلو برخو کې تاکتیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي

0
14

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دغه هېواد له پوځي چارواکو غوښتي، چې د بېلابېلو پوځي ماموریتونو لپاره په ګڼو برخو کې د تاکتیکي اټومي وسلو ځای پر ځای کولو ته لومړیتوب ورکړي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) د راپور له مخې، کیم جونګ اون دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د اټومي موادو د تولید او د وسلو د څېړنې له مرکزونو څخه د لیدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، د اټومي موادو د تولید ظرفیت یې په منظم ډول پراخېږي او د اټومي وسلو د تولید په برخه کې وروستي پرمختګونه د دغه هېواد د اټومي سیاست یوه مهمه لاسته راوړنه ده.

کیم ټینګار کړی، چې د شمالي کوریا د اټومي وسلو لرونکي هېواد حیثیت نه بدلېدونکی دی او د دغه وضعیت د ردولو هره هڅه به د جګړې د ښکاره اعلان په توګه وګڼل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اټومي وسلو د بې‌وسلې کولو غوښتنې له اوسني واقعیت سره سمون نه لري.

د شمالي کوریا د مشر دا څرګندونې له سویلي کوریا سره د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله د ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هم‌مهاله کېږي.

دغه ترینګلتیاوې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې د سپټمبر په ۲۱مه د دواړو هېوادونو ترمنځ په غیرپوځي سیمه کې د ماین چاودنې درې سویلي کوریايي سرتېري ټپیان کړل.

د راپور له مخې، د سویلي کوریا او ملګرو ملتونو ګډې څېړنې ادعا کړې، چې شمالي کوریا تر یوه کال ډېر مخکې په سیمه کې ماینونه خښ کړي وو؛ خو پیونګ‌یانګ دغه تور رد کړی او سویلي کوریا یې د پېښې په جوړولو تورنه کړې ده.

د سویلي کوریا د اټکل له مخې، شمالي کوریا د ۸۰ او ۱۲۰ ترمنځ اټومي سرګلولې لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ