د اټومي جګړې ګواښ د سړې جګړې له پای راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی

0
50

د اټومي وسلو د له منځه وړلو نړیوال کمپاین (ICAN) مشرې میلیسا پارک ویلي، نړۍ دا مهال د قصدي یا ناسمې محاسبې له امله د اټومي جګړې له تر ټولو لوی ګواښ سره مخ ده؛ هغه خطر چې ښايي د سړې جګړې له دورې راهیسې یې ساری نه وي لیدل شوی.

پارک په الجزیرې کې په یوه خپره شوې مقاله کې لیکلي، که څه هم د اټومي جګړې موضوع د رسنیو له سرلیکونو کمه شوې، خو ګواښ یې لا هم پر خپل ځای دی.

د نوموړې په وینا، امریکا او روسیه چې د نړۍ نږدې ۹۰ سلنه اټومي وسلې لري، په وروستیو کلونو کې له اوکراین او ایران سره په شخړو کې ښکېل شوي او د دواړو هېوادونو مشرانو د اټومي وسلو د کارولو ګواښونه هم کړي دي.

هغې زیاته کړې، د اټومي وسلو لرونکو هېوادونو شمېر اوس نهو ته رسېدلی او شاوخوا څلور زره اټومي سرګلولې په داسې حالت کې ځای پر ځای شوې دي چې په لنډ وخت کې کارول کېدای شي.

د نوموړې په باور، د اټومي وسلو پر متقابل ګواښ ولاړه تګلاره د نړۍ امنیت نه تضمینوي، بلکې نړیواله بې‌باوري او ناامني زیاتوي.

د ICAN مشرې د اټومي وسلو د بشپړې له منځه وړلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د اټومي وسلو د منع کولو نړیوال تړون (TPNW) تر اوسه ۱۰۱ هېوادونو لاسلیک یا تصویب کړی دی.

دغه تړون د اټومي وسلو پر تولید، ساتلو، کارولو او اړوندو فعالیتونو بندیز لګوي.

پارک د سویلي افریقا بېلګه هم یاده کړې، چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې خپل اټومي وسلې په خپله خوښه او د نړیوالې څارنې لاندې له منځه یووړې.

نوموړې ټینګار کړی، چې د اټومي وسلو د منع کولو تړون ته د نورو هېوادونو ورګډېدل کولای شي پر اټومي وسلو لرونکو هېوادونو د بې‌وسلې کېدو لپاره نړیوال فشار زیات کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ