د ایران د دوغارون ګمرکي چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتو په حجم کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی او د صادر شویو توکو ارزښت یې هم ۱۰ سلنه لوړ شوی دی.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د دوغارون ـ تایباد ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیميزاده ویلي، د روان کال له پیله د تلې میاشتې تر پایه د دغه ګمرک له لارې افغانستان ته ۷۴۵ زره او ۷۰۰ ټنه توکي صادر شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دغو صادراتو ټول ارزښت ۲۴۷ میلیونه او ۵۹۴ زره ډالرو ته رسېږي.
هغه زیاته کړې چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د صادراتو ارزښت ۱۰ سلنه لوړ شوی دی.
رحیميزاده ویلي، په همدې موده کې د دوغارون له لارې افغانستان ته یو میلیون او ۲۱۶ زره ټنه توکي ترانزیټ شوي، چې ارزښت یې شاوخوا ۲.۴ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
د ده د معلوماتو له مخې، په تېرو اوو میاشتو کې له افغانستان څخه ایران ته هم ۱۱ زره او ۸۸۴ ټنه توکي صادر شوي، چې ټول ارزښت یې ۲۲ میلیونه او ۳۵۲ زره ډالره دی.
د فولادي سیخانو، پتروشیمي محصولاتو، اوسپنیزو توکو، سمنټو او نفتي محصولاتو په ګډون بېلابېل صنعتي توکي افغانستان ته د ایران د مهمو صادراتي اقلامو په ډله کې دي.
دوغارون ګمرک د ایران د خراسان رضوي ولایت په تایباد ښار کې، له افغانستان سره پر پوله پروت دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ یوه مهمه دروازه ګڼل کېږي.
د ایران او طالبانو د حکومت ترمنځ له ۲۰۲۱ کال راهیسې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.


